Language

په فراه کې ١٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

فراه (پژواک، ۲چنګاښ ۹۶): د فراه چارواکي وايي چې په پشت رود ولسوالۍ کې يې ١٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې .

 د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د پشت ردو ولسوالۍ د شېران د کلي پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول . 

هغه زياته کړه په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تن نور يې ټپيان دي .

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

Related Topics