Language

“په شمال زون کې د طالبانو عمليات له ماتې سره مخ شوي”

مزارشريف (پژواک ۳ چنګاښ ۹۶): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، په دغه زون کې يې د منصوري په نامه د وسله والو طالبان عمليات له ماتې سره مخ کړي دي.

دوی زياتوي، په روان کال يې د شمال زون په نهو ولايتونو کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ۱۲۰۰ وسله وال مخالفین وژلي او له ۶۰۰ ډېر ټپیانی کړي دي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان جنرال امان الله مبين د چنګاښ په ۳مه، مزارشريف ښار کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه کې وويل، که چېرې ولس همداسې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي؛ نو هېڅ ډول دښمن ورباندې بريالی کېدی نه شي.

نوموړي چې د روضې په جومات کې يې د خلکو غونډې ته خبرې کولې، مننه وکړه چې عام ولس تل د خپلو ځواکونو تر شا درېدلی دی.

هغه د يادې غونډې په څنډه کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې يې د افغان دولت او خلکو مخالفو وسله والو ته سخت ضربه رسولې ده.

جنرال امان د اختر په راتلو د مبارکي ورکولو تر څنګ عامو خلک ته ډاډ ورکړ، چې د امنيت په فضا کې به د خوشحالۍ ورځې تېرې کړې.

نوموړي زياته کړه، له بدخشانه واخله تر فارياب پورې په ټولو ناامنو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د خالد ۹۶ په نامه چاڼيز عمليات روان دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ځواکونه د هوايي مرستې لرونکي هم دي، چې ټول امنيتي اراګانونو په کې برخه لري.

جنرال امان وويل، په روان کال کې له ۱۲۰۰ ډېر وسله والو مخالفين وژل شوي، له ۶۰۰ ډېر ټپيان شوي او له ۱۰۰ ډېر ژوندی نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، وسله والو مخالفينو په روان کال کې د افغان دولت پر وړاندې په شمال زون کې د منصوري په نامه عمليات پيل کړي وو، چې د اوښتو تلفاتو له امله له سختې ماتې سره مخ شول.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.