خوست ښار (پژواک، ۴ چنګاښ ٩٦): دولتي سرچینې وايي چې په خوست کې د ځانګړو ولايتي ځواکونو په يوه امنيتي پوسته کې يوه کس پر خپلو سرتېرو ملګرو ډزې کړې، درې تنه يې وژلي او درې نور ټپيان دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د چنګاښ په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د خوست ښار اړوند په ختيځه برخه کې د يادو سرتېرو په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
ده وويل، يوه سرتېري چې ګومان کېږي رواني ستونزه لري، تېر ماښام د روژه ماتي له اذانه څو دقيقې وړاندې پر خپلو ملګرو ډزې کړې چې په پايله کې يو کس وژل شوی او يو ټپي دی.
خو يوې بلې دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
قوماندان فيض الله غيرت زياته کړه چې بريد کوونکی نيول شوی او د پېښې د اصلي انګېزې په اړه ترې څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دى پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن