Language

عطامحمد نور د قوي او خطرناکو حرکتونو پیلولو ګواښ وکړ

مزارشريف (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۶): د بلخ والي او د جميعت ګوند اجرائيه رئيس عطامحمد نور د ملي یووالي حکومت پر وړاندې د قوي او خطرناکو حرکتونو د پيلولو ګوت څنډنه وکړه.

نوموړي چې په مزارشريف ښار کې يې د کوچني اختر لمانځه په مراسمو کې خلکو ته خبرې کولې، د ملي وحدت حکومت د ستونزو د حل په موخه د سياسي اجماع د رابللو وړانديز وکړ.

هغه د روژې په پنځمه د کابل پېښه او ورسره د دې مياشتې په اوږدو کې روانه نا امني د حکومت د بې کفايتي له امله وګڼلې.

نور وويل: ((ولې ونه وايو چې موږ بې کفايته يو او د دغه ملت د هر کس د امنيت پر وړاندې مسووليت لرو. ولې نه وايو چې نور بايد زموږ خلک د حکومت د بې کفايته دستګاه قرباني نه شي. د کابل مېشتو ځينو شخصيتونو قرباني نه شي. دا د زغملو نه ده چې هم يې دښمن ووژني او هم د حکومت د بې کفايتۍ له امله مو ملت قرباني ته برابر شي.))

هغه په دې خبره ټينګار وکړ چې که څوک غواړي که نه غواړي، په دغه نظام او حکومت کې اصلاحات حتمي دي.

خو د جميعت ګوند اجرائيه رئيس دا هم وويل: ((موږ نه وايو چې نظام دې سقود وکړي، موږ نه وايو چې د ملي وحدت په نامه د دغه بې کفايته حکومت مسوولين دې ټول لرې شي. موږ وايو چې ويښ شئ، کفايت پيدا کړئ، موږ وايو چې د افغان ځواکونو وړتياوو او تجهيزاتو لوړېدو لپاره کار وکړئ.))

نوموړي په پرله پسې توګه د حکومت پر چارو د نيوکو په ترڅ کې زياته کړه: ((فساد له حد څخه اوښتی، نظم نشته او د خدمتونو وړاندې کولو کچه صفر ته رسېدلې نو دا څه ډول حکومت دی.))

هغه د امنيتي ځواکونو پر چارو هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د سلګونو کشفي او امنيتي ځواکونو په شتون کې چې دښمن له کومې خوا وغواړي راځي او قتل عام کوي.

نور وويل چې کله د همداسې حکومت پر وړاندې لوستي ځوانان غږ پورته کړي نو ډزې پرې کېږي او لنډغر بلل کېږي.

نوموړي زياته کړه، د ملي وحدت حکومت يې قبول کړی و خو په دغه شرط چې د ټولو قومونو شرکت به په کې وي او د هغو ځواکمنو ګوندونو برخه به په کې وي چې په ټولنه کې ځای لري.

خو هغه اوس د حکومت مشرانو ته ګوت څنډه وکړه چې په غلطه لاره روان دي، بايد د خلکو خبره واوري.

نوموړي د روانې ستونزې د حل په موخه له حکومت څخه سياسي اجماع د رابلل کېدو غوښتنه وکړه، چې مشورې ورکړي.

login or register a new account.