Language

خوست کې يو قومي مشر د لمانځه پر مهال په ډزو ووژل شو

خوست (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٦): ناپېژانده وسله والو د خوست ولايت د عليشرو او تريزايي ولسوالۍ کې يو قومي مشر حبيب شاه خان په جومات کې د لمانځه پر مهال په ډزو وواژه.

د سيمې يوه اوسېدونکي شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملک حبيب شاه خان نن سهار د يادې ولسوالۍ د ځدراڼو په کلي کې ووژل شو.

هغه وايي: "حبيب شاه خان په جومات کې د سهار تر اذان وروسته په دوه رکعته سنت لمونځ ودرېد، چې په دې وخت کې دوو ناپېژاندو وسله والو پرې د شا له خوا ډزې وکړې."

ده وويل چې دغه قومي مشر ځای پرځای په جومات کې ساه ورکړه او بريد کوونکي وتښتېدل.

د سيمې يو بل اوسېدونکى محمدنذير وايي چې ملک حبيب شاه خان د قبيلوي ستونزو په هواري کې مخکښ پېژندل شوی ولسي مشر و او له چا سره يې دښمني نه لرله.

د دې بريد مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او دولتي چارواکيو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics