Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د ترافيکي پېښو له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

شرنه(پژواک، ۶ چنګاښ ٩٦): د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې په دوو ترافيکي پېښو کې دوه تنه مړه   او شپږ نور سخت ژوبل شوي دي.

د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ د ميست کلي اوسېدونکي سيدافضل پژواک ته وويل چې تېره ورځ مازيګر مهال ديوسف خېلو ولسوالۍ په ميست سيمه کې د څو موټر سايکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي  او درې نور سخت ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه، د ښرنې او يوسف خېلو ولسوالۍ پر لويه لار د شپنو کلا په سيمه کې هم د موټر سايکلونو د ټکر له امله درې تنه سخت ژوبل شوي دي.

د مرکز ښرنې ملکي رغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې دوی ته دوه مړي او شپږ تنه ژوبل کسان ور وړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي وضعيت  نازک و چې پلازمېنې کابل ته لېږل شوي دي.

که څه هم په دې ولايت کې دترافيکو مسوولين وايي چې دامنيه قوماندانۍ له لوري ورته ويل شوي چې له رسنيو سره به معلومات نه شريکوي، خو د امنيه قوماندانۍ دافراسيون مشر قاسم خان پژواک ته وويل، په ياده ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د يادونې ده چې هرکال داختر په شپو او ورځو کې ترافيکي پېښي زياتيږي چې له امله يې مرګ ژوبله هم رامنځته کيږي

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.