غزني ښار(پژواک،١٠چنګاښ٩٦): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په دې ولايت کې ١٤٢ وسله والې ډلې فعاليت کوي چې د اړتيا پرمهال له نورو ولايتونو څخه هم وسله وال ورسره يوځاى کيږي.
دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دې ١٤٢ وسله والو ډلو کې ځينې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، خو ځيني نور يې بيا په انسان تښتونه او وسله والو غلاوو کې هم لاس لري.
د امرخېل په وينا، دغه وسله والې ډلې چې د کسانو شمېر يې څه باندې دوه زرو ته رسيږي، د عرب، چچنايي، حقاني، وزيرستاني، پاکستاني او ازبکانو لخوا رهبري کيږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې بهرنيو کسانو شمېر سلو تنو ته رسيږي چې د چاودنو او ځانمرګي بريد کوونکو په چمتو کولو کې ځانګړي مهارتونه هم لري.
د هغه په وينا، دغه کسان په ځانمرګي بريدونو او نورو چاودنو کې د "ار ډي ايکس" په نوم له يو ډول چاودېدونکو موادو کار اخلي چې په افغانستان کې نه پيدا کيږي او د تخريب ساحه ډېره زياته ده.
هغه زياته کړه: (( دغه ډلې چې کله د کوم غټ بريد پلان ولري نو له ګاونډيو ولايتونو نه هم وسله وال ځانته غواړي.))
خو هغه ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه پوره هلې ځلې کوي ترڅو ددې ډلو هر ډول پلان شنډ کړي.
ده وويل: (( تر اوسه دې ټولو ډلو ته موږ غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى او دا لړۍ به همداسې روانه وي.))
خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني ولايت کې پرته له طالبانو بله ډله نشته.
هغه وايي چې په دې ولايت کې د طالبانو رهبري خپله طالبان کوي او بل هېڅ بهرني ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
login or register a new account.