محمودراقي(پژواک،١٠چنګاښ٩٦): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې د افغان دولت وسله والو مخالفينو د دې ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال پر ډزو وژلى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د دې ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستيال مولوي مجاهد عابد پر ډزو وژل شوى دى.
د هغه په وينا، د عابد د تره زوى د افغان دولت د وسله والو مخالفينو په ليکو کې فعاليت کوي، نو دى هم د هماغه له لوري وژل شوى دى.
نوموړی زیاتوي: (( د مولوی مجاهد عابد د تره زوی د وسله والو کس دى او په سیمه کې فعالیت کوي، زموږ څېړنې ښيي چې د نوموړي له خوا له کوره ویستل شوی او بیا یې پر ډزو وژلی دی.))
بل خوا د مولوي عابد د کورنۍ یو غړي خیرالله ساپي پژواک ته وويل چې مولوي عابد په کابل ښار کې اوسيده ، خو د اختر په مناسبت کلي ته تللى وو.
هغه هم وويل چې مولوي عابد پرون په تګاب ولسوالۍ کې وژل شوى، خو د پېښې په اړه يې نور جزئيات په ډاګه نه کړل.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې په کاپيسا کې د پوهنې رياست کارکوونکي د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP