Language

غزني کې پاڅون کوونکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٦): په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان او نهه طالبان وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د چنګاښ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د غزني ښار په منګور سيمه کې د پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((طالبان په دې بهانه راغلي وو چې پاڅونوالو ته تسلمېږي، خو وروسته يې ترمنځ جګړه شوې ده.))

هغه وايي چې په دې جګړه کې د اندړو ولسوالۍ د پاڅونوالو قوماندان نورمحمد او پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور طالبان ټپيان شوي دي.

دغه راز امرخېل وويل چې نن سهار وختي د اندړو ولسوالۍ د غټانو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ هم نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي خو سيمه ييز پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د غټانو سيمې اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې نن سهار د دوى په کلي کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د اندړو ولسوالۍ د غټانو په سيمه کې د جګړې پر مهال دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې طالبانو تېره ورځ په غزني کې د پاڅونوالو يو قوماندان او څو نور غړي وژلي دي.

ده زياته کړه چې په يادو دواړو جګړو کې طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.