غزني ښار(پژواک،١١چنګاښ٩٦): د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل له خپلې دندې استعفا ورکړه او د کورنيو چارو وزارت له لوري منظوره شوه.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتيايي ستونزو له امله نه شي کولى خپلې دندې ته نور ادامه ورکړي.
د هغه په وينا، څه موده وړاندې يې د کورنيو چارو وزارت ته استعفا ورکړې وه او تېره ورځ منظور شوې ده.
هغه زياته کړه: (( که زما د وظيفې په جريان کې چاته ترخه ويل شوي وي او د چا حق ضايع شوی وي زه د هر ځوان، کونډې، عالم، تور سرې او د غزني ولايت له ټولو خلکو معذرت او بښنه غواړم.))
دغه راز د کورنيو چارو وزارت امنيتي معينيت هم د يو مکتوب په خپرولو سره ويلي چې د امين الله امرخېل استعفا منظوره شوې ده.
د همدې مکتوب پر بنسټ سمونوال مصطفى مايار د غزني د امنيې قوماندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
مايار تر دې وړاندې د ٣٠٣ سپين زر زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس وو.
د يادونې ده چې مل پاسوال امين الله امرخېل ١٨ مياشتې وړاندې د غزني د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى و.
login or register a new account.