Language

هلمند د څلورو ولايتونو د کرکت سياليو اتلولي خپله کړه

غزني ښار (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦): په غزني کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کرکټ د شل اووريزو سياليو اتلولي هلمند وګټله.

په غزني کې د کرکټ ادارې مسوول عزت الله مومن يار د چنګاښ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د هلمند، زابل، غزني او پکتيا ولايتونو لوبډلو برخه اخيستې وه، چې له غزني او پکتيکا څخه دوه دوه لوبډلې شاملې وې.

هغه زياته کړه، د دې سياليو پايلوبې ته د پکتيکا او هلمند لوبډلو لاره موندلې وه چې د هلمند په اتلولۍ پاى ته ورسېده.

د ده په وينا، د پکتيکا لوبډلې هلمند ته په ۲۰ اوورونو کې د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ چې د هلمند لوبډلې په ١٩ اوورونو کې ترلاسه کړ.

دى وايي، په پاى کې د هلمند لوبډلې ته يو موټرسايکل او غوره لوبغاړو ته نغدې جايزې ورکړل شوې.

مومنيار زياتوي: ((دا ډېر د وياړ ځاى دى چې غزني ته له نورو ولايتونه لوبـډلې د لوبو لپاره راځي چې له دې سره به د کرکټ لوبه هم پرمختګ وکړي. ))

د هغه په خبره، په دې ولايت کې د کرکټ لوبډلې او لوبغاړي زيات دي، خو د لوبو لپاره معياري ميدانونه او د روزنې لپاره اکاډمي نه لري.

له هلمند څخه راغلي لوبغاړي محمد حسن پژواک اژانس ته وويل، اتلولي دوى وګټله، خو د غزني او پکتيکا لوبډلو هم ښې لوبې وکړې.

د پکتيکا د کرکټ لوبډلمشر سيف الله حقمل وايي، تېر کال په دې ولايت کې يواځې د غزني او پکتيکا لوبډلو لوبې کړې وې، خو سږ کال له هلمند او زابل څخه هم لوبډلې راغلې.

هغه هيله څرګنده کړه چې د امکاناتو او اسانتياوو په برابرېدو سره به دا لوبې نورې هم وده وکړي. 

login or register a new account.