Language

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ١٦٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت په ١٧٢بريدونو کې ٨٣٩ تنه وژل شوي او ٧٨٣ نور ټپيان دي او شمېرې ښيي چې په جون کې د مې په پرتله بريدونه ١٦ خو مرګ ژوبله ٤٦ سلنه کمه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وړمه (مې) مياشت کې نږدې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د اپرېل په پرتله په مې کې د بريدونو په شمېر کې ٥٨ سلنه، خو په مرګ ژوبله کې ٣٩ سلنه زياتوالى راغلى و.

د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٨ ولايتونو کې شوې خو د وړمې مياشتې بريدونه په ٢٩ ولايتونو کې وو.

د جون مياشتې له بريدونو څخه ٥٨ مخامخ نښتې، ٥٣ هدفي وژنې، ٣٤ چاودنې، ٢١ هوايي بريدونه او ٦ ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ١٦ تنو اوو ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په ځانمرګو بريدونو او دوو، دوو ته په هوايي او هدفي بريدونو او چادونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو ډېر ٢٨ بريدونه په فارياب، شل په ننګرهار، ١٥ په هلمند، ١٢ په فراه، ١١ په پکتيکا، اته اته په کندهار او اروزګان، شپږ شپږ په غزني، هرات او جوزجان، پنځه پنځه په کابل، لوګر او پروان، څلور څلور په خوست، پکتيا او زابل، درې درې په کاپيسا، نيمروز، سرپل او تخار، دوه دوه په بلخ، کونړ، کندوز، ميدان وردګو او سمنګان او يو يو بريد هم په بدخشان، بغلان او لغمان ولايتونو کې شوي دي.

 پژواک په تېره )جون) مياشت کې له بادغيس، باميان، دايکنډي، غور، نورستان او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه کړى. وړمه (مې) مياشت کې پر دې ولايتونو سربېره له نيمروز ولايت څخه هم د بريد راپور نه و ترلاسه شوى.

وړمه مياشت تر ټولو ډېر بريدونه په ننګرهار ولايت کې شوي وو.

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال زلمى وردګ په فارياب او ننګرهار کې د بريدونو د ډېروالي په اړه وايي: "د جګړې يو نوم تاکتيک دی، وسله وال مخالفين هم د جګړې د پلان له مخې، کله په يو او کله هم په بل ولايت کې بريدونه او تحرکات زياتوي."

د ده په وينا، فارياب کې د دولت د وسله والو مخالفينو د تحرکاتو تر څنګ، ځينې نامسووله وسله والې ډلې هم فعاليت لري.

هغه وويل چې د دې ډلو تحرکات هم د بريدونو او مرګ ژوبلې پر کچې نېغ اغېز لري.

د هغه په اند، په ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر ثبت شوي چې تېره مياشت هلته د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعشيانو پوځي تحرکات هم ډېر وو.

login or register a new account.