کندوز (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې نن د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د نښتې له امله دکندوز-بغلان لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د کندوز د علي اباد ولسوال حيات الله فقيري پژواک خبري آژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې وسله والو مخالفينو د کندوز –بغلان پر لويه لار د علي اباد ولسوالۍ د مدرسې په سيمه کې بريد وکړ او د لارې پر سر يې خلک تلاشي کول.
نوموړي زياته کړه چې له دې بريد وروسته، په ياده شوې لاره کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته پيل شوه او د کندوز- بغلان لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
فقيري وويل چې وسله وال مخالفينو د کندوز- بغلان پر لاره د خلکو په کورونو کې سنګرونه نيولي؛ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره، دغه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د وسله والو مخالفينو په شا تمبولو سره، دغه لاره بېرته د ترافيکو پرمخ ترانيزي.
له بلې خوا د کندوز ښار په "تلوکه" سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې تاييد کړې چې وسله والو طالبانو په تلوکه سيمه کې د ملي اردو يوه پوسته کلابنده کړې او سخته نښته هم روانه ده.
د طالبانو يوه وياند، ذبيح الله مجاهد وويل چې د کندوز ښار اړوند د تلوکه، چرخاب او ملا سردار سيمو په جګړه کې، امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى څو ټانکونه هم ويجاړ شوي دي.
login or register a new account.