Language

د جګړې له امله د کندوز ښار برېښنا پرې شوې

کندوز (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): د کندوز ولايت چارواکي وايي چې پرون شپه د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې کندوز ولايت ته له تاجکستانه د برېښنا راغځول شوى مزى پرې شوى دى.

 کندوز کې د برېښنا شرکت مشر انجنير حميدالله پژواک ته وويل چې د کندوز ښار په ملا سردار سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په پايله کې کندوز ته له تاجکستانه راغځول شوى مزى پرې شوى او وسله والو مخالفينو تر اوسه پورې د دې لين د تړلو اجازه نه ده ورکړې.

 نوموړي زياته کړه: "تر اوسه پورې د يادې سيمې امنيت ته منتظر يو، خو سيمې ته زيان اوښتى او سيمې ته د برېښنا شرکت د کارکوونکو تګ شونى نه دى، ترڅو چې ياده سيمه امن نه شي او د ادارې تخنيکي پرسونل سيمې ته تګ لپاره حاضر نه شي، کېداى شي د کندوز ښار برېښنا همداسې پاتې شي."

بلخوا د کندوز ښار اوسېدونکي هم له دا ډول وضعيت څخه شکايت کوي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي ضياءالحق وويل، کندوز ښار له پرون شپې راهيسې برېښنا نه لري او خلک هم په دغه ګرمه هوا کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 هغه زياته کړه: "دا دولت نه امنيت ټينګولى شي او نه هم خلکو ته خدمتونه وړاندې کولى شي، هوا ډېره ګرمه ده او برېښنا هم نشته، ماشومان مو ناروغان دي او ګرمي هم بې حده زياته شوې ده."

د کندوز د والي د وياند دفتر سرپرست نعمت الله تيموري وويل، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د ملا سردادر کلى د وسله والو له شتون پاک  او د برېښنا مزى وتړي.

د ويلو ده چې له څو ورځو راهيسې د کندوز ښار په اړونده سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او د کندوز-بغلان لويه لاره هم له همدې امله له پرون راهيسې د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.

login or register a new account.