مزارشريف (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۶): په شمال کې لوړپوړي امنيتي چارواکي وايي چې په دغه زون کې ټول سياسي جريانونه غير قانوني وسلې لري او د خپلو پلویانو د ننګې په موخه يې په غير قانوني توګه کاروي.
بلخوا مدني فعالان په تېره لسيزه کې د جګړې مهال نظامي ګوندونه په ډيموکراتيک سياست کې پاتې بولي.
دوی وايي چې په دې موده کې بايد ټول سياسي ګوندونه چې جنګي مخينه يې لرله، غير نظامي شوي وای، چې داسې نه دي شوي.
دغه اړخونه د کوم ځانګړي سياسي ګوند نوم نه په ډاګه کوي؛ خو په شمال زون کې د نورو هغو په پرتله، جميعت اسلامی، جنبش اسلامي، حزب اسلامي او حزب وحدت ګوندونه، چې جهادي مخينه لري، لا هم ځواکمن ګوندونه بلل کېږي.
په مزارشريف کې د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې (ډاياګ) مسوول جنرال عبدالمنان عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې عدليې وزارت کې د قانون له مخې دغه خبره سپينه شوې، چې بايد هېڅ سياسي جريان غير قانوني وسلې ونه لري.
خو نوموړي د شمال زون د مقتدرو سياسي ګوندونو په تړاو اندېښنه وښوده: ((ټول سياسي جريانونه غير قانوني وسلې لري.))
د هغه په وينا، په شمال زون کې شته سياسي جريانونه د خپلو غير قانوني وسلو پر مټ د خپلو پيرويانو ننګه هم کوي.
جنرال عابد همداراز په شمال زون کې د خيزش مردمي په نامه وسلوال غير مسوول وګڼل، چې ډېری يې د جهاد د مهال سياسي ګوندونو پورې تړاو لري.
نوموړي زياته کړه چې دغه وسله وال د ناسم مديريت له امله له دوی سره د غير مسوولو وسلوالو په ډله کې ثبت دي.
بلخوا مدني فعالان وايي، چې سياسي ګوندونه د خپلو شته غير قانوني وسلو پر مټ له يو بل سره په جګړو کې هم ښکېل شوي، چې له امله يې عامو خلکو ته زيان اوښتی.
د بلخ مدني فعال استاد جمشيد فردي پژواک ته وويل چې ډېری وخت هغه سياسي ګوندونه چې غير قانوني وسلې لري، له يو بل سره په جګړو کې هم ښکېل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې ډېری وخت په دغو جګړو کې غير نظامي خلک وژ ل شوي او عامو خلکو ته يې زيان اړولی دی.
دا په داسى حال کې ده چې تېره مياشت د بلخ ولايت په خُلم ولسوالۍ کې له جميعت ګوند سره تړاو لرونکو وسله والو د خپلمنځي نښتې له امله دوه کسان وژل شوي وو او دوه نور ټپيان وو.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د همدې پېښې په تړاو رسنيو ته وويل چې دواړه اړخونه د بلخ اړوند د پارلمان دوو وکيلانو اسدالله شريفي او محمد اسحق رهګذر پورې تړاو لري.
محمد اسحق رهګذر په بلخ کې د جميعت له پخواني جهادي قومندانانو څخه يو دی او اسدالله شريفي اوسمهال له جميعت ګوند سره تړاو لرونکی وکيل دی.
نوموړي په خپلو کې نښتي وسله وال غير مسوول وګڼل او د هغوی د بې وسلې کېدو په اړه يې د خپلو جدي کړنو يادونه وکړه.
د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وايي چې په دغه ولايت کې سياسي پيوندونو زورواکيو او خپل سريو ته لاره جوړه کړې ده.
نوموړي په بلخ ولايت کې د غير مسوولو وسله والو د خپل سريو په تړاو اندېښنه وښوده.
د حديد په وينا، دغه ډول پېښې د بلخ ثبات او امنيتي حالت په منفي توګه وړاندې کوي.
هغه ټينګار وکړ چې بلخ لا هم د شمال زون په کچه په نسبي امن ولايتونو کې شمېرل کېږي؛ خو له دې يې سترګې پټې نه کړې، چې د غير مسوولو وسلوالو خپلسري يې پر وړاندې پوښتنې راولاړولی شي.
د ولايتي شورا رئيس د کوم سياسي ګوند نوم وانخيست په عمومي توګه يې وويل، چې دغه غير مسوول وسلوال ځينو سياسي ګوندونو پورې هم تړاو لري.
مدني فعال او د خط نو ټولنې مشر قادر مصباح وايي، چې جنګي او نظامي مخينه لرونکي سياسي ګوندونه بايد له شه حالاتو په ټولنه کې د مثبت نفوذ پيدا کېدو لپاره کار واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس د وسلو او جګړو په زور د سياسي ځواک ښودنې وخت نه دی.
د هغه په وينا، سياسي ګوندونه بايد په بېلابېلو برخو کې ره ښو طرحو کار وکړي او حکومت او خلکو ته يې وړاندې کړي.
مصباح وويل: ((دوی دې راشي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزې طرحې دې وړاندې کړي او له دې لارې دې په ټولنه کې خپل نفوذ ته لاره هواره کړي.))
په شمال کې فعال سياسي ګوند حزب اسلامي که څه هم غير مسوول وسلوال، د وسلوالو مخالفينو په پرتله د حکومت او خلکو پر وړاندې ډېر خطرناک بولي، تر څنګ يې د دې هم پخلی کوي، چې ځينې مجاهدين يې وسله لري.
د حزب اسلامي ګوند وياند حشمت الله ارشد پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دې مسلې پخلی وکړ، چې په شمال زون کې غير مسوول وسله وال فعاليت لري او د دغه فعاليت پر وړاندې يې د حزب اسلامي ګوند اندېښنه هم وښوده.
نوموړي د کوم ځانګړي ګوند نوم وانه خيست؛ خو زياته يې کړه چې يو شمېر ګوندونه له خپلې غير قانوني وسلې ناوړه ګټه پورته کوي.
د هغه په وينا، له سياسي جريانونو سره تړاو لرونکي غير مسوول وسله وال د وسلوالو مخالفينو په پرتله د نظام لپاره ډېر خطرناک دي.
ارشد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه ګوند وسله وال له تېرو پنځلسو کلونو د حکومت په خلاف جنګېدل، چې په شمال کې يې هم جبهه لرله، ايا اوس بې وسلې شوي!؟
نوموړي وويل چې د حزب د رهبر ګلبدين حکمتيار له راتګ سره سم د دوی ټول مجاهدين په کورونو کې ناست دي؛ خو له دوی سره د شته وسلو په تړاو يې وويل چې کله هم د حزب او حکومت تر منځ توافق ليک په بشپړه توګه عملي شي؛ نو د دوی مجاهدين به خپلې ټولې وسلې وسپاري.
په دغه زون کې د بل مقتدر ګوند جميعت اسلامي هم په ټوله کې د غير مسوولو وسله والو کړنې د تولنې لپاره زيانمنې بولي.
د ياد ګوند وياند ذبيح الله فطرت پژواک ته وويل چې جميعت اسلامي نه يوازې په شمال، بلکې د هېواد په هېڅ څنډه کې غير مسوول وسله وال نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ګوند په خلکو کې د خپل ولسي نفوذ د لرلو له امله په پراخه توګه خپل فعاليت کوي او ولسواکۍ ته ژمن دی.
خو نوموړي د دې يادونه وکړه چې جميعت ګوند په شمال کې د خيزش مردمي په نامه وسله وال لري.
د هغه په وينا، د دوی دغه وسله وال د ولسي خلکو په توګه د نظام او د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه راوتي چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې خپل فعاليت کوي.
د بلخ اوسېدونکي بيا امنيتي چارواکي ګرموي چې دوی تل د غير مسوولو وسله والو په اړه معلومات خپاره کړي، پر وړاندې يې عمل نه کوي.
د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب پاڅون پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت په مرکز او ولسواليو کې کې زرواکي او د پخوانيو جهادي تنظيمونو پاتې شوني لا هم د خپلو غيرقانونو وسلو پر مټ پر خلکو واک چلوي.
نوموړي زياته کړه چې د طالب په نامه تسليم شوي وسله وال له ځان سره په سيمو کې ډلې ډلې وسله والو ګرځوي او امنيت او د خلکو روان ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه په دغه ولايت کې د خيزش مردمي او سيمه ييزو پوليسو جوړښتونو د غټو زورواکو په ولکه کې وګڼل چې غير قانوني کړنې ترسره کوي.
د بلخ ولايت امنيه قومندان پاسوال سيدکمال سادات هم په دغه ولايت کې د غير مسوولو وسلوالو شتون مني.
نوموړي وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا داسې زورواکي شته، چې وسلې له ځانه سره ګرځوي او دغه وسلې يې يې غيرقانوني وبللې.
هغه په ځانګړې توګه د غير مسوول وسله والو پر وړاندې د قانوني چلند کولو په تړاو وويل، چې که چېرې پورته مقامات ورته امر وکړي؛ نو دی به يې مخه ډب کړي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم په دغه ولايت کې د غير مسوولو وسله والو له شتون او فعاليت څخه انکار ونه کړ.
خو نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په همدې تړاو خبرو کې ټينګار وکړ چې د بلخ ولايت مقام د غير قانوني وسلې د ټولونې او له هر شخص، تنظيم او ډلې سره تړاو لرونکي غير مسوول بايد بې وسلې شي.
د هغه په وينا، شل ورځې وړاندې د بلخ والي له يوې امنيتي ناستې وړاندې په بلخ کې د فعالو سياسي ګوندونو له استازو، قومي مشرانو، د پارلمان او ولايتي شورا وکيلانو سره په ګډه ناسته کې په همدې تړاو جدي بحث وکړ، چې بايد له دې وروسته غير قانوني وسله په بلخ کې ټوله شي.
نوموړی وايي، چې والي وويل: ((که چېرې زما نږدې خپلوان او دوستان هم وي، خو چې بې اسناده وسله ورسره وه، په بې پلېټه موټر کې ناست و، بايد امنيتي مسوولين ترې قانوني پوښتنه وکړي.))
منير وايي، چې په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې امنيتي مسوولين به له دې وروسته له ټولو اړخونو او کسانو سره تړاو لرونکي غير مسوول وسلوال بې وسلې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP