پل علم (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له يو قومي مشر څخه سر، لاسونه، پزه او غوږونه پرې کړي او وژلی یې دی.
د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو څلور ورځې وړاندې د ببرو قوم، قومي مشر حاجي زيارګل له ځان سره بيولې و.
هغه وايي چې زيارګل په ازره کې د وسله والو طالبانو له مشهور قوماندان ملا ادم کوچي سره نږدې اړيکې درلودې.
ده زياته کړه: ((حکومت هم پر دې سړي شک کاوه چې له طالبانو سره لاس لري، خو دی خپله د طالبانو له خوا و وژل شو.))
د وکيل په وينا، د زيارګل مړى په داسې حال کې د طالبانو تر واک لاندې سيمه کې موندل شوى چې سر، لاسونه، پزه او غوږونه يې پرې شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، زيارګل ٦٥ کاله عمر درلود او په سيمه کې پېژندل شوى قومي مشر و.
د لوګر د والي وياند سليم صالح هم وويل چې دغه قومي مشر د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوى دى.
خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
هڅه مو وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
ازره د لوګر ولايت په ختيځ کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده، اوسېدونکي يې د ننګرهار له لارې کابل او بيا لوګر ته سفر کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP