غزني ښار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): په غزني کې د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې دولتې ادارې د برېښنا د لګښت له امله ٣٥ ميليونه افغانۍ پوروړې دي چې له امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.
په غزني کې د برېښنا شرکت رييس جان محمد نوري د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت د مقام په ګډون یې ټولې دولتي ادارې ٣٥ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.
هغه زياته کړه چې د دې پيسو د نه ورکولو له امله د برېښنا د پروژو پلي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
ده وويل: ((کله چې موږ مرکز ته ووايو چې دغه پروژه راته عملي کړه نو وايي چې اول دې قرضونه ټول کړه بيا موږ بله پروژه درکوو.))
نوري وايي چې په دغه ولايت کې د ټولو دولتي ادارو د برېښنا لګښت له تخصيص شوې برېښنا څخه ډېره ده نو ځکه ټول پوروړي دي.
هغه پر ټولو دولتي ادارو غږ وکړ چې د خپلې برېښنا لګښت تحويل کړي څو دوى وکولاى شي په سمه توګه نورو چارو ته ورسېږي.
دغه راز نوري دا هم وويل چې ډېر ژر به غزني ته وارداتي برېښنا هم ورشي او خلکو ته به يې توزيع کړي.
د غزني ښار اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې د ښار ډېرو سيمو ته تر اوسه برېښنا نه ده ورکړل شوې.
هغه وايي: ((د ښار په منځ کې داسې ځايونه شته چې برق نه لري، کله چې د برېښنا شرکت ته لاړ شو نو وايي چې بوديجه نه لرو، برق څنګه درکړو.))
ده پر دولتي ادارو ټينګار وکړ چې د برېښنا شرکت پور ورکړي څو دغه شرکت په سمه توګه خلکو ته برېښنا ورسوي.
د غزني والي عبدالکريم متين هم ياده موضوع تاييد کړه او پژواک ته يې وويل چې د ولايت د مقام په ګډون ډېرې ادارې د برېښنا له شرکت څخه پوروړې دي.
والي وايي، له ټولو دولتي ادارو يې غوښتنه کړې چې د برېښنا لګښت کم کړي او د برېښنا شرکت پيسې هم ورکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP