Language

کندوز کې سرتېري: له طالبانو سره د جګړې قومانده نه راکول کېږي

کندوز (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦):د جګړې په لومړۍ کرښه کې يو شمېر سرتېري وايي چې د طالبانو د کندوز- بغلان پر لويه لار د تلاشۍ پوستې جوړې کړې؛ خو امنيتي ځواکونو ته د عملياتو ترسره کولو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه سرتېري چې د کندوز- بغلان پر لويه لاره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي، د طالبانو پر ضد د عملياتو ترسره کولو لپاره د اجازې نه ورکولو په اړه وايي چې طالبانو د کندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ د مدرسې په سيمه کې (د کندوز- بغلان پر لويه لار) د امنيتي ځواکونو په ٢٠٠ مترۍ کې د پاخه سړک پر سر د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي.  

د هغوى په وينا، طالبانو د تلاشۍ ځايونو په جوړولو سره ټول هغه موټر چې له دې لارې تېرېږي تلاشي کوي؛ خو امنيتي ځواکونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر وړاندې يې اقدام وکړي.

د مدرسې په سيمه کې د ملي اردو يو سرتېرى فتاح چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د پژواک خبري آژانس خبريال ته وويل:"تاسوو يې په خپلو سترګو وينئ چې طالبان د تلاشۍ پوستې لري او موږ جدي آمر يا قوماندان نه لروو چې قومانده راکړي تر څو موږ عمل وکړوو."

د ملی اردو يوبل سرتېرى اختر شاه هم له چارواکو څخه د جګړې قومانده وغوښته تر څو دوى ته اجازه ورکړل شي چې د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره چې د بغلان- کندوز پر لويه لار د طالبانو له خوا ورته رامنځ ته شوي دي اقدام وکړي.

نوموړي وويل: "اوس هم طالبان د تلاشۍ پوستې لري، تر اوسه موږ ته قومانده نه ده شوې چې په دې لاره کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړو."

هغه موټر چلوونکي چې په دې لاره تګ راتګ کوي، د طالبانو له خوا د موټرو د تلاشۍ په اړه خبرې کوي.

احمد چې د کندوز_بغلان پر لين موټر چلوي پژواک خبري آژانس ته وويل:" د کندوز-بغلان سړک په مدرسه سيمه کې طالبان د تلاشۍ پوستې لري او درې کسه دي چې موټر تلاشي کوي."

له بلې خوا تېره ورځ د پامير٢٠ فرقې مسوولينو، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو چې د کندوز- بغلان لار د ترافيکو پر مخ پرانيستې ده او طالبان په دې لار د تلاشۍ پوستې نه لري.

خو د پژواک خبريال چې له لارې څخه ليدنه کړې ده وويل، ټول موټر چې په دې لار تګ راتګ کوي، د طالبانو له خوا تلاشي کېږي.

خلک هم وايي چې طالبان له  درې ورځو راهيسې په د ې لاره کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي.

د پامير٢٠ فرقې رييس ارکان، بريد جنرال سيدقربان موسوي پژواک خبري آژانس ته وويل چې د عملياتو د پلان په اړه کار روان د ى؛ خو د کندوز- بغلان پر لويه لاره د خلکو په کورونو کې د وسله والو مخالفينو ځاى پرځاى کېدو، د امنيتي ځواکونو عمليات له سستۍ سره مخ کړي دي.

login or register a new account.