Language

لوګر کې د برېښنا د دوو پروژو چارې پیل شوې

پل علم (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د لوګر په مرکز پل علم کې د څه باندې څلور ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا د دوو پروژو چارې پيل شوې.

د چنګاښ په ١٥مه د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د لوګر مرستيال والي قمرالدين شکېب وويل چې په دې دوو پروژو کې د يوه برېښنا کوټ جوړول او کورونو ته د پايو او مزو لېږدول شامل دي.

هغه زياته کړه: ((دغه برېښناکوټ د ٢٠ مېګاواټه برق ذخيره کولو ظرفيت لري چې له دغه ځايه به بيا نورو ځايونو ته توزيع کېږي.))

شکېب وويل چې د دې پروژو مالي لګښت ٤،٥ ميليونه ډالره کېږي چې د اسيايي بانک له لوري ورکول کېږي.

دغه راز د لوګر د برېښنا رييس نورالدين ستانکزي پژواک ته وويل چې له کابل څخه لوګر ته د برېښنا د پايو او مزو د لېږد پروژه بشپړه شوې ده.

هغه وويل چې د دې دوو نوو پروژو چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي چې له مخې به يې په مرکز پل علم کې ١٣زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.

په ياده غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي وويل چې د افغانستان ټول اوسېدونکي د امنيت او پرمختګ لپاره سترګې په لار دي.

ده زياته کړه: ((د پرمختګ لپاره نو بيا برق ته ډېر ضرورت دى او زه دغه دوه پروژې د لوګر د خلکو لپاره په ښه فال نيسم.))

د يادونې ده، په لوګر کې دا مهال دولتي برېښنا لمريزه او جنراتوري ده چې يواځې په مرکز پل علم کې ١٨ سوه کورنيو ته ورکړل شوې ده چې د يو کيلوواټ بيه يې ٢٥ افغانۍ ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.