Language

د کندوز- بغلان لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

کندوز (پژواک،١٦چنګاښ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز-بغلان لويه لار د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوه او دغه لار د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.

په شمال ختيځ کې د پوليسو عمومي قوماندان مل پاسوال الله خليل الله ضيايي د چنګاښ ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تيرو دوه ورځو راهيسې دغه لار وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخ کړې وه.

هغه زياته کړه: (( وسله وال مخالفين د خلکو په کورنو کې پټ شوي وو او له هغه ځايه يې دغه لار له ګواښ سره مخ کړې وه.))

نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونو تيره شپه د دې لارې په اوږدو کې پراخ عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې د دې لارې شاوخوا سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې.

هغه وايي چې د دې لارې د پاکونې په عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده او له سيمې وتښتيدل.

ضيايي ډاډ ورکړ چې دغه لار اوسمهال د وسله والو مخالفينو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوې او مسافرين کولاى شي په ارامۍ سره تګ و راتګ وکړي.

login or register a new account.