Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار مسوولين په چاه اب ولسوالۍ کې د ٢٢ کسانو وژنه ردوي

تالقان (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦): امنيتي مسوولين د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته کې د ٢٢ کسانو وژنه ردوي او وايي، هلته له پرون راهيسې اوربند شوى دى.

ځايي اوسېدونکي وايي، له تېرې مياشتې راهيسې د حزب او جمعيت د دوو ځايي قوماندانانو تر منځ نښتې روانې دي، چې د ځايي اوسېدونکو په وينا، تر اوسه له دواړو ډلو څخه لس تنه وژل شوي دي.

دوى زياتوي، له تېرې شپې راهيسې چې حکومتي پلاوی سيمې ته رسېدلی، يو ډز هم نه دی شوی.

د چاه اب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد انور د چنګاښ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د  قوماندان بشير او افضل شامل تر منځ چې سره د ترونو زامن هم دي، له پخوا څخه دښمني ده.

هغه زياته کړه، د دوى ترمنځ کله ناکله نښتې کېږي، تېره ورځ يې هم ترمنځ وسله وال بريدونه وو چې درې کسان په کې وژل شوي.

دى وايي، تېره ورځ دولتي پلاوی سيمې ته راغلى او له هغې وروسته په سيمه کې يو ډز هم نه دى شوى.

نوموړی په دغې ولسوالۍ کې د ۲۲ لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر په کلکه ردوي او وايي، هلته هېڅ داسې پېښه نه ده شوې.

په ورته وخت کې بيا د شمال ختيځ زون د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رييس سمونوال احمد جان چې د يوه پلاوي په مشرۍ چاه اب ولسوالۍ ته ورغلی، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې  د ۲۲ کسانو د وژل کېدو خبر ناسم بولي.

احمد جان وايي، له تېرې ورځې راهيسې  په دغې ولسوالۍ کې نښتې پای ته رسېدلي او دوی خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

دی وايي، هڅه کوي د چاه اب ولسوالۍ د ناامنيو اصلي جرړې را پيدا او قانوني لار ورته وګوري.

د  تخار امنيه قوماندان هم په چاه اب لسوالۍ کې د دوو قوماندانانو تر منځ د تېرې ورځې نښتې مني، خو د نن ورځې د لمونځ کوونکو د وژل کېدو د خبر خپرېدل ناسم او تبليغات بولي.

قوماندان بشير چاه ابي د حزب اسلامي قوماندان او په مشرانو جرګه کې د تخار د خلکو استازی سناتور افضل شامل د جمعيت ګوند قوماندان دى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.