Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه کې پنځه کیلومتره سړک جوړېږي

لښکرګاه (پژاوک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت پنځه کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د لښکرګاه ښاروال مطيع الله بهير د چنګاښ په ١٨مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د دويم څلوېښت متره دوه کيلومټره سړک جوړولو چارې نن پيل شوې او  د مختار سيمې د درې کيلومتره سړک د جوړونې چارې به يوه مياشت وروسته پيل شي.

د هغه په وينا، دغه پنځه کيلومتره سړک په اساسي ډول رغول کېږي.

هغه زياته کړه: ((تېر کال مو د عوايدو کچه لوړه شوې وه نو دغه پيسې راته په تشويقي ډول راکړل شوې دي.))

د بهير د معلوماتو له مخې، په دې سړکونو اووه سانتې متره قير اچول کېږي او پلنوالی به يې لس متره وي او د جوړيدو چارې به يې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه دا هم وويل چې د دې سړکونو د ګلدانونو چارې هم پيل شوې چې لګښت يې د ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.

دغه راز د هلمند سرپرست والي غلام محي الدين صديقي وويل چې د لښکرګاه ښار د نورو سړکونو جوړول هم د دوى په پلان کې دي.

ده وويل: ((کوم سړکونه چې کنډ او کپر دي، موږ کوښښ کوو چې بوديجه ورته پيدا کړو او جوړ يې کړو څو مشکلات کم شي.))

بل لور ته د يادې سيمې اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل: ((د دغه سړک يواځې يوه خوا پخوا جوړه شوې ده چې ډېر به بيروبار وو او تل به ترافيکي پېښې په کې کېدې.))

هغه هيله وښوده چې د نوي سړک په جوړېدو سره به ترافيکي ګڼه ګوڼه کمه او ترافيکي پېښې به هم کمې شي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ له ١٢ څخه شپږ ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.