مزارشريف (پژواک، ١٨چنګاښ ۹۶): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون لسګونو نورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په مزارشريف کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مرستيال نصرت الله جمشيدي د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ چمتال ولسوالۍ ته تازه دمي کومانډو ځواکونه رسېدلي دي.
هغه زياته کړه، له دوى سره د هوايي ځواک مرسته هم شامله ده او په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ نور وسله وال وژل شوي او ١٤ يې ټپيان دي.
جمشيدي وايي، په تازه وژل شوو وسله والو کې د قاري هجران په نوم د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال هم شامل دى.
د نوموړي په وينا، د چمتال ولسوالۍ په جګړو کې له جوزجان، سرپل او تخار ولايتونو څخه د راغلو ٢٠ ډلو او قوماندانانو وسله والو برخه اخيستې ده.
هغه وايي، په تېرو دوولسو ورځو کې د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په روانو چاڼيزو عملياتو کې ٧٠ وسله وال وژل شوي او ٤٥ نور يې ټپيان دي.
د جمشيدي په وينا، په وژل شوو کې لس قوماندانان هم شامل دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې د روانو عملياتو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ پژواک اژانس ته وويل، د دغو عملياتو له امله تر زرو پورې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د هغه په وينا، دغه راز په ٢٠٠ هکتاره ځمکه کې د خلکو د غنمو فصلونه او درمندونه هم سوځېدلي دي.
نوموړي په بېړنۍ توګه له ځايي خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
د بارګاه سيمې اوسېدونکي عبدالغفار پژواک ته وويل، د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د روانو عملياتو له امله د دوی د کلي په ګډون د شپږو کليو اوسېدونکو خپل کورونه پرېيښي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP