محمود راقي (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦) : د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې د ولايت په مرکز کې يې د بېلا بېلو جرمونو په تور ١٥ کسان نيولي دي.
د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي د چنګاښ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له اختر راهيسې د مرکز اوسېدونکو د غلو له شتون څخه شکايت کاوه .
هغه زياته کړه، د همدې شکايتونو په پايله کې پوليسو اقدامات وکړل او ١٥ کسان يې ونيول چې اوس تر پلټنو لاندې دي.
د نوموړي په وينا، دغو کسانو په غلاوو، زنا او د شرابو په خرڅلاو کې لاس درلود او له هر نیول شوي کس څخه په سیمو کې خلکو ګڼ شمېر شکایتونه هم کړي دي.
يوسفزى زیاتوي:« نیول شوي کسان د کاپیسا د مرکز، اول کوهستان او د دویم کوهستان اوسېدونکي دي دوی د شپې پر مهال پر لویو لارو او له يو شمېر کورونو غلاوې کولې او په سیمه کې یې جنايي پېښې رامنځته کولې. ))
وياند وايي، له څو ورځو راهیسې د کاپیسا د مرکز په لویو او وړو سړکونو باندې د تالاشۍ کمربندونه جوړ شوي او د دې خلکو په نیولو کې اغېزمن تمام شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP