ايبک (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): سمنګانو ولايت کې د تېر کال په پرتله د غنمو د کښت سيمې ٩ سلنه پراختيا موندلې، خو د غنمو حاصلات ٢٨ سلنه کم شوي دي.
د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو د امريت سرپرست نجيب الله جويا پژواک خبري اژانس ته وويل، وچکالي او د باران کمښت په ياد ولايت کې د غنمو حاصلاتو د کمښت اصلي لاملونه دي.
د هغه په وينا، د ياد ولايت د حضرت سلطان په قفلاني، کوکه بلاق، الشه، دره کلان، کوکجر، اوملي او ليلى ساى او د مرکز اړونده شلکتو، شيرکيار، دوکوه، منقوطن، اخته خانه، رباتک او تايخونک سيمو کې زرګونه هکتاره ځمکه د ورښتونونو د نه شتون امله وچه شوې ده.
يادې سيمه ييزې سرچينې زياته کړه، چې تېر کال په ټوليز ډول په ياد ولايت کې د للمۍ او اوبيزې ځمکو له ١١٥ زره هکتاره ځمکې ٩٥ زره ټنه غنم راټول شوي و، خو د څېړنو پر بنسټ ترسره شوى اټکل ښيي چې سږ کال به له ١٢٥ زره هکتاره ځمکې ٦٨ ټنه غنم ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سمنګانو د کرنې رياست وايي، په ياد ولايت کې هرکال ٨٠ زره ټنه غنمو ته اړتيا ده.
سمنګانو کې د غنمو د راټولولو لړۍ د غبرګولي په لومړيو کې پيل شوې او په يو شمېر سيمو کې لا هم دوام لري.
دغه راز د سمنګانو بزرګران هم د غنمو حاصلاتو له کمښت سر ټکوي.
د دغه ولايت د خرم سارباغ ولسوالۍ د شوراب کلي اوسېدونکي محمدامين وويل، چې تېر کال يې له خپلې ١٥ جريبه ځمکې د غنمو ٢٥٠ منه حاصلات درلودل، خو سږ کال دغه اندازه د بارانونو د نه شتون او وچکالۍ له امله ٩٠ منه ته راټيټه شوې ده.
دغه راز د سمنګانو مرکز د ايبک ښار د شيرکيار ملاتاش کلي يوه بزګر محمد رسول وويل، سږ کال يې په ٤٠ جريبه للمۍ غنم کرلي و، چې د باران د نه شتون له امله وچ او هيڅ حاصلات يې ترې نه درلودل.
هغه زياته کړه، خپلې کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه خپلو پنځلسو مېږو خرڅلاو ته اړ شو.
د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکو څه موده وړاندې ويلي و چې افغانستان د غنمو او اوړو په برخه کې پر خپل ځان بسياينې ته نږدې شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP