Language

د غزني خلک د دولتي برېښنا له لوړې بیې شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): د غزني ښار يو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له لوړې بيې شکايت کوي او وايي چې ډېرى کورنۍ يې د لګښت ورکولو توان نه لري.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد سرير د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په غزني کې د دولتي برېښنا بيه ډېره لوړه ده نو ځکه ډېری کورنۍ له لمريزې برېښنا استفاده کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د دولتي برېښنا د يو کيلوواټ بیه  ٣٥  افغانۍ ده چې ډېر خلک دغه بیه نه شي ورکولاى.

هغه زياته کړه: ((دلته خلک ډېر غريب دي، څوک کولاى شي د يو کيلوواټ برق لپاره ٣٥ روپۍ ورکړي.))

د غزني ښار بل اوسېدونکي رحمت الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په غزني کې ډېرى رياستونه ميراثي شوي دي.

هغه وايي چې د غزني د برېښنا رييس له تېرو لسو کلونو راهيسې دغه دنده پر مخ وړي خو هم د برېښنا لګښت لوړ دى او هم ډېر خلک برېښنا ته لاسرسى نه لري.

هغه زياتوي: ((که غزني کې برېښنا جوړه شي، نو خلک به فابريکې جوړې کړي او وزګاره کسانو ته به کار پيدا شي، اوس خو په غزني کې د شېرينۍ جوړولو يوه فابريکه هم نشته دى.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز د غزني والي عبدالکريم متين هم ياده ستونزه مني او وايي چې په دغه ولايت کې د برېښنا يو کيلوواټ په ٣٥ افغانۍ دى خو په نورو ولايتونو کې بيا په درې افغانۍ دى.

د والي په وينا، تر هغه چې غزني ته له تاجکستان او يا هم بل ځاى څخه وارداتي برېښنا رانه شي د برېښنا بيه به همداسې لوړه وي.

خو متين وايي چې په غزني کې د برېښنا ستونزې د حل په موخه يې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې او هغوى ورته ويلي چې سږ کال به په غزني کې د برېښنا چارې تر ډېره مخې ته ولاړې شي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د  برېښنا رييس جان محمد نوري هم پژواک ته وويل چې د يو کيلوواټ دولتي برېښنا بيه ٣٥ افغانۍ ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.