Language

د لوګر له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیريت سرپرست وژل شوی

پل علم (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): وسله والو طالبانو د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت سرپرست وژلى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت سرپرست سمونيار عظيم الله حقمل پر ډزو وژلى دى.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو اول حقمل تښتولى و او وروسته يې بيا پر ډزو وژلى دى.

ده زياته کړه: ((پوليس سيمې ته ورغلي وو څو د خلاصون لپاره يې عمليات وکړي خو په سیمه کې یې د هغه مړى پيدا کړى دى.))

د هغه په وينا دغه پېښه د مرکز پل علم اړوند د حصارک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د صالح د معلوماتو له مخې، سمونيار عظيم الله حقمل له تېرو لسو کلونو راهيسې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په مديريت کې دنده ترسره کوله.

د سيمې اوسېدونکي بشير دريځ پژواک ته وويل چې حقمل يې د ماما زوى و او نن سهار طالبانو وژلى دى.

هغه وايي: ((کله چې حقمل سهار له کوره وتلى، طالبانو له ځان سره وړى او بيا يې وژلى دى.))

دريځ وايي چې حقمل له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله.

د يادونې ده، شاوخوا شل ورځې وړاندې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد هم د وسله والو طالبانو له لوري و وژل شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.