Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حزب او جمعیت د کسانو ترمنځ جګړه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او جمعيت د دوو قوماندانو ترمنځ بيا جګړه روانه ده چې له امله يې تر اوسه اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چاه اب ولسوالۍ د تخناباد سيمې اوسېدونکي نصير د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار څلور بجې د حزب اسلامي قوماندان بشير قانت پر دې سيمې بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې له مقابل لوري د جمعيت ګوند د قوماندان فيض الله کسان هم ډزې کوي.

د نصير په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه د يوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير هم ياده جګړه تاييد کړه خو ويې ويل چې دغه جګړه د دوه نا مسووله وسله والو قوماندانو تر منځ ده.

د خليل اسير په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي خو هغه ونه ويل چې دغه مرګ ژوبله چا ته اوښتې ده.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې دې جګړې ته پاى ورکړي.

هڅه مو وکړه چې د يادو قوماندانو نظرونه هم واخلو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د يادو قوماندانو ترمنځ نښته وشوه چې له امله يې لس تنه وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.