Language

لوګر او پکتیکا کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم- ښرنه (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): په لوګر او پکتيکا ولايتونو کې د وسله والو طالبانو د بريد او ماين چاودنې له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په کارکي ډنډ سيمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو ځواکونو پر کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي: ((دغه کاروان د کابل له خاکجبار ولسوالۍ څخه د ازرې پر لور روان و او غوښتل یې چې په لاره کې پوستې جوړ کړي او هم په ازره کې نور امنيتي ځواکونه اکمال کړي خو د طالبانو له بريد سره مخ شوي دي.))

ده وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو په شا تګ کړى چې له امله يې د ملي اردو څلور سرتېري هم ټپيان شوي دي.

ولسوال وويل چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو ازرې ولسوالۍ ته د امنيتي ځواکونو پر تلونکي کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٢ ټانکونه او رینجر موټر ويجاړ شوي او ١٥ د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت د اورګون او سرروضې ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلي سړک د ملي اردو پر سرتېرو د ماين چاودنه شوې ده.

د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې دغه چادونه نن سهار شاوخوا لس بجې شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.