پل علم (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو دوه پوليس وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو څانګې دوه پوليس په خپل رينجر موټر کې پر ګزمې بوخت وو چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد شوی او دواړه يې وژلي دي.
صالح وايي چې وسله والو طالبانو د هغوى رينجر موټر، دوه ميله وسله او مخابره هم له ځان سره وړي دي.
د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، څو بیول شوی رينجر موټر بېرته ترلاسه کړي.
د عابد په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغو پوليسو ته کمين نیولی و.
دى وايي چې دا پېښه د امنيې قوماندانۍ په سل مترۍ کې رامنځته شوې او وسله وال طالبان په ډاډه زړه له سيمې وتلي دي.
د يادونې ده، درې ورځې مخکې د لوګر د امنيې قوماندانۍ سرپرست جنايي مدير هم په پل علم ښار کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
دا په تېره يوه مياشت کې درېيمه پېښه ده چې د امنيې قوماندانۍ تر څنګ رامنځته کېږي او وسله وال درې رينجر موټر هم بیولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP