Language

په غزني په اته کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی

غزني (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٦): د غزني امنيتي مسوولين وايي، يو تن په عمر خوړلى کس يې نيولى چې په اته کلنې نجلۍ يې جنسي تېرى کړى دى.

د غزني امنيه قومندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو نن په غزني ښار کې يو هټيوال نيولى چې په يوې اته کلنې نجلۍ يې جنسي تېرى کړى دى.

ده زياته کړه، دغه نجلۍ ياد شوي دوکاندار ته ورغلې، چې قلم او کتابچه ورنه واخلي، خو هغه يې په زور نيولې او جنسي تېرى يې پرې کړى دى.

هغه وايي: "دا کس ۶۴ کاله عمر لري، موږ په نجلۍ طبې معاینات ترسره کړل، معلومه شوه چې دې کس ورباندې جنسې تېرى کړى و."

د هغه په وينا، ياد شوي کس په خپل جرم اعتراف کړى دى.

خو دغه تورن بيا وايي، دا ورته د بل چا له خوا دسيسه جوړه شوې ده.

دى زياتوي: "زه خپله ځوانه مېرمن لرم، له تېرو څلورو کلونو راهيسې مې جنسي قوه کار نه کوي؛ ما دې معاينه کړي، دا څلور کاله کېږي چې له خپلې مېرمنې سره مې نږدېوالى نه دى کړى."

له بلې خوا ياده شوې نجلۍ وايي، هټۍ ته ورغله، چې قلم او کتابچه واخلي، خو کله چې ور دننه شوه، نوره په ځان نه ده پوهېدلې.

د چارواکو په وينا، نوموړى کس به له څېړنو وروسته اړوندې ادارې ته ور وپېژندل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.