Language

پوليسو غزني کې د ماشومانو يوه بله ډله د تښتونکو له منګلو وژغورله

غزني ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): د غزني امنيه قومانداني وايي، ١٣ ماشومان يې د تښتوونکو له منګلو ژغورلي چې غوښتل يې د پاکستان کراچۍ ښار ته يې قاچاق کړي.

د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفی مايار  د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، درېيو تنو قاچاقبرانو غوښتل چې ۱۳ ماشومان د پاکستان کراچۍ ښار ته قاچاق کړي   چې د پوليسوله لوري د کابل - کندهار پر لويه لاره د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شول.

هغه زياته کړه، قاچاقچيانو پلان درلود چې دغه ماشومان په کراچۍ کې د ځانمرګو بريدونو په روزنيزو مرکزونو کې داخل کړي.

مايار وايي : ((دا ماشومان د پکتيا ولايت اوسېدونکي دي، کورنۍ يې کولى شي چې له دوى څخه خپل اولادونه تر  څېړنو وروسته تسليم کړي.))

د  غزني امنيه قوماندان وويل، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې ماشومان نورو هېوادونو ته ولېږدوي .

ده زياته کړه، په دې تړاو درې تنه نيول شوي چې تر پلټنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د غزني سرپرست قوماندان وايي ، هغه ۲۵ ماشومان چې څو ورځې وړاندې په ورته پېښه کې نيول شوي وو، اوس هم له دوى سره دي او هېڅ کورنۍ تراوسه ورپسې نه ده راغلې.

د فيض الله په نامه يوه ١٩ کلن هلک چې د پکتيکا د مارزک سيمې اوسېدونکى دى، پژواک اژانس ته وويل، هېچا نه دى تښتولى غوښتل يې کراچۍ ښار ته د زده کړو لپاره ولاړ شي.

هغه وايي : (( موږ  ټول د يو کلي يو، مور او  پلار اجازه راکړې، پخوا مو هم په کراچۍ ښار کې مدرسه ويله اوس بيا تللو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.