Language

د لوګر په څرخ کې وسله وال او ملکي وګړي وژل شوي

پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ۹۶): د لوګر چارواکي وايي، په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې څلور وسله وال او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د پوليسو ځانګړې قطعې د څرخ ولسوالۍ په قلعه نو سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد کړى دى.

ده زياته کړه، دغه کور د يوه ښوونکي دى او وسله وال طالبان په کې د غونډې لپاره را ټول شوي وو.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې د ښوونکي د پلار او کشر ورور تر څنګ څلور طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وايي: ((دغه معلم طالب دى، خو پلار او ورور يې طالبان نه وو.))

دى زياتوي، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د قلعه نو سيمې اوسېدونکي سيد باقر پژواک ته وويل، تېره شپه يې په کلي کې الوتکو پر يوه کور بمبار کړى، چې درې عام وګړي او څلور طالبان په کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د لوګر په محمداغې او بره کي برک ولسواليو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

څرخ د پل علم سوېل ته په ٢٨ کيلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې ډېرې سيمې يې د طالبانو په ولکه کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.