Language

غزني کې د هدفي وژنو په تور دوه پولیس نیول شوي

غزني ښار (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): د غزني پوليسو دوه هغه پوليس ونيول چې په دغه ولايت کې به يې هدفي وژنې ترسره کولې.

د غزني سرپرست امنيه قوماندان سمونوال مصطفى مايار د چنګاښ په ٢٥مه خبريالانو ته وويل چې دغه دوه پوليس په سيمه ييزو پوليسو کې وو چې تېر کال له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شوي وو.

مايار وايي: ((دغو کسانو د طالبانو په امر په سيمه ييزو پوليسو کې يې دنده اخيستې وه، وروسته بيا بېرته له طالبانو سره يو ځاى شول او په ښار کې یې هدفي وژنې ترسره کولې.))

هغه زياته کړه چې د پوليسو له ډېرو هڅه وروسته دغه دوه تنه پرون په غزني ښار کې ونيول شول.

نوموړي د یادو کسانو نومونه له رسنيو سره شريک نه کړل.

قوماندان دا هم وويل، پوليسو يو بل تن هم نيولی چې له پوليسو به يې وسلې اخيستې او طالبانو ته به يې ورکولې.

ده وويل: ((دغه کس عزيزي احمد نومېږي، ده به پوليسو ته نشه يي توکي ورکول بيا له پوليسو څخه وسلې اخيستې او د طالبانو مشهور قوماندان ملا ګيبل ته یې ورکولې.))

مايار وايي چې نيول شوي کسان به ډېر ژر قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د يادونې ده، غزني د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې دى چې د وسله والو نښتو تر څنګ هدفي وژنې او وسله والې غلاوې هم په کې ترسره کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.