Language

نور : زموږ  ايتلاف د نظام پر ضد نه، بلکې د نظام د ټينګښت لپاره جوړ شوی

مزارشريف (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۶): د بلخ والي عطامحمد نور وايي، د حکومت خلاف د جمعيت ګوند په ګډون د افغانستان ژغورنې په نامه ايتلاف د نظام پر ضد نه، بلکې د نظام د ټينګښت لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان ژغورنې ايتلاف د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې په ترکيه کې د جنرال دوستم د زوی د واده د مراسمو په ترڅ کې د جمعيت، جنبش او حزب وحدت ګوندونو تر منځ د حکومت پر ضد جوړ شو.

د ياد ايتلاف په همدې لومړۍ ناسته کې د جنبش ګوند مشر جنرال دوستم، د جمعيت ګوند اجرائيه رئيس عطامحمد نور او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق برخه لرله.

د بلخ والي او د جمعيت ګوند اجرائيه رئيس عطامحمد نور، چې له ترکيې هېواد څخه تازه بلخ ولايت ته ستون شوی، د چنګاښ په ۲۵مه يې په مزارشريف ښار کې د سلګونه کسانو غونډې ته په خبرو کې وويل، په حکومت کې اداري استبداد ورځ تر بلې ډېرېږي او ټول هېواد  د درې څلورو کسانو  په لاس کې دى.

هغه د اداري اصلاحاتو ملکي خدماتو ادارې ته د اختیاراتو ورکول، مطلق اداري استبداد وباله.

نوموړي د حکومت اجرائیه ریاست په تړاو وويل، د کار توانايي نه لري او د هغه چا د حقوقو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، چې رايه يې ورکړې وه.

نوموړي د امنيت سرتاسري خرابولی، د داعش پيدا کېدل او پراختيا او د طالب او د هغه د جغرافيې ډېرېدل يې د اوسني حکومت تر ټولو سترې امنيتي نېمګړتياوې وبللې.

نور، همداراز د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت پر اقداماتو نیوکې وکړې او ويې ويل، له شته پرمختللو وسلو سره  د مخالفینو د فعالیتونو د پراخېدو مخه ولې نه نیول کېږي.

هغه يې لامل د امنيتي ارګانونو په رهبرۍ کې د وطن دوسته کسانو نشتوالی وګاڼه، چې پر ځای يې په قراردادونو کې شريک کسان، په واسطو او د سفارتونو په سفارش ګومارل شوي دي.

د بلخ والي د اقتصادي ودې په برخه کې د حکومت پر چارو هم نيوکه وکړه، ویې ويل، د لسګونو پانګه والو سرمايې بلاک شوي او ډېری پانګه وال  له خپلو پانګو سره له هېواده په تېښته مجبوره شوي دي.

عطامحمد نور د افغانستان ژغورنې په نامه د جوړ شوي ايتلاف لامل له معقولو لارو سیاسي او ټولنيزې ازادۍ  ته رسېدل وبلل او په دې لاره کې يې جګړه ضروري ونه بلله.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د خپل ایتلاف کمربندونه ښه کش کړي دي، څوک دې د دغه ايتلاف د ماتېدو کوښښ نه کوي، دا نه ماتېدونکی اوږدمهاله ايتلاف دی.))

login or register a new account.

Related Topics