Language

په ښرنه  کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي

ښرنه(پژواک،٢٦چنګاښ٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز  ښرنه  کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د ګارو  پر  پوستې ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې د دې بريد په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو د ځوابي ډزو له امله اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د امنيت امر وايي چې د وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هوتک په دې جګړه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دغه راز د ګارو کلي اوسېدونکي احمدالله هم ياده جګړه تاييد کړه او پژواک ته يې ويل چې په دې جګړه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( نه طالبانو خپل مړي نه دي پرېيښي او هغوى يې له ځانه سره وړي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او نا امنو ولايتونو څخه دى چې د يو شمېر سيمو واک يې هم له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.