تالقان(پژواک،٢٧چنګاښ٩٦): په تخار کې د ملي اردو یو افسر له دوو نورو کسانو سره طالبانو ته د مهماتو د لېږدولو په تور ونيول شول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید جهانګیر کرامت د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو افسر قنداغا او دوه نورو کسانو غوښتل د دهشکې ٢٥ صندوقه مرمۍ وسله والو طالبانو ته ولېږدوي.
د هغه په وينا، دغو کسانو غوښتل دغه مرمۍ د خواجه غار ولسوالۍ له لارې د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې طالبانو ته ورسوي.
خو ده وويل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته د تالقانو ښار د درېيمې حوزې په سيمه کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
دغه راز په تخار کې د ملي امنيت رياست هم د يوې خبرې پاڼې په خپرولو سره دغه موضوع تاييد کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له قنداغا سره ملګري يې محمد اسماعيل او محمد صديق دي.
د سرچني په حواله، محمد اسماعيل د کندوز او محمد صديق د تخار ولايت اوسېدونکي دي چې د طالبانو فعاله غړي هم دي.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې د تخار والي محمد ياسين ضياء ويلي وو چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر مشران پر طالبانو وسلې پلوري.
وسله والو طالبان تراوسه په دى اړه څه ندى ويلى .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP