Language

د پکتیکا خلکو د ملي اردو له ځواکونو ملاتړ وښود

ښرنه (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د پکتيکا د بېلابېلو سيمو قومي مشرانو له ملي اردو ځواکونو ملاتړ وکړ او له نورو ځواکونو يې غوښتنه وکړه چې د ملي اردو په څېر له خلکو سره چلند وکړي.

د پکتيکا ولايت په مرکز کې د خيرکوټ، جاني خېلو او يحيی خېلو ولسواليو قومي مشرانو د چنګاښ په ٢٧مه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د خيرکوټ ولسوالۍ قومي مشر زرخان وويل چې افغان امنيتي ځواکونه خو په  ځانګړي ډول ملي اردو د دې خاورې اصلي ساتونکي دي.

هغه وايي: ((په اوسني نظام کې يواځې د ملي اردو ځواکونه توانېدلي چې د خلکو زړونه وګټي.))

د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونه له خلکو سره ناوړه چلند نه کوي، خلک نه ځوروي، په بېځايه معاملو کې لاس نه وهي او هر څه يې د قانون په چوکاټ کې دي.

دغه راز په دې غونډه کې بل قومي مشر حاجي نظر هم وويل چې د ملي اردو ځواکونو ته  ښه روزنه ورکړل شوې نو ځکه له خلکو سره هم ښه چلند کوي.

هغه وايي: ((د امنيت په ټينګولو کې ملي اردو تر ټولو ځواکونو لومړى ځاى لري او ورپسې سيمه ييزو پوليسو هم ښه نتيجه ورکړې ده.))

ده له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې نورو ځواکونو ته هم د ملي اردو ځواکونو په څېر روزنه ورکړي څو له خلکو سره سم چلند وکړي.

يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز په دې غونډه کې د خيرکوټ ولسوال ښايسته خان اختر زاده وويل چې افغان امنيتي ځواکونه شپه ورځ په هيواد کې د امنيت د ټينګښت هلې ځلې کوي.

هغه وايي: ((زموږ ځواکونو ورځ، شپه پر ځان يو کړي، د خپل سر او وينې په بدل کې د امنيت د ټينګښت کوښښ کوي.))

همدارنګه په دې غونډه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال رحم دل وويل چې د پکتيکا خلکو تل له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کړى او په هر حالت کې يې ترڅنګ ولاړ وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.