غزني ښار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): په غزني کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ٢٤ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې په ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د خالد په نوم عمليات پيل شوي وو.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې په پنه، احد او سفروال سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. دغه راز د طالبانو موټر، موټرسايکل او نور جنګي تجهيزات هم له منځه تللي دي.
د رضايي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د غزني د امنيې قواماندانۍ وياند فهيم امرخېل هم ياد عمليات او مرګ ژوبله تاييد کړه.
هغه وويل چې په ګيرو کې پيل شوي عمليات بريالي پاى ته ورسېدل او په مقر کې ولسوالۍ کې نن پيل شول.
د ګيرو ولسوالۍ د پنا سيمې اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وه.
هغه وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې ډېرې سيمې له طالبانو څخه ونيسي.
ده زياته کړه: ((که امنيتي ځواکونه دلته دايمي پوستې جوړې نه کړي دغه سيمې به بېرته طالبان نيسي.))
وسله وال طالبان هم د ګيرو جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې يو طالب او پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي او څلور طالبان او څلور امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP