Language

لوګر کې د امریکايي ځواکونو د تېلو زېرمې اور اخیستی

پل علم (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د لوګر په مرکز کې د يو توغندي لګېدو له امله د امريکايي ځواکونو د تېلو زېرمې اور اخيستی دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د وسله والو طالبانو يو توغندى د التمور په سيمه کې د امريکايي ځواکونو په شينګ کمپ کې د تېلو پر زېرمې لګېدلى چې له امله يې په زېرمه کې اور لګېدلی دی.

هغه وايي چې په دې اور لګېدنه کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى خو اور له کنټروله وتلى.

هغه زياته کړه: ((د اور مړه کولو لپاره هڅې روانې دي خو د اوس لپاره يې مړه کول سخت کار دى.))

د مرکز پل علم پادخاب سيمې اوسېدونکي عابد پژواک ته وويل چې په شينګ کمپ باندې څلور توغندي لګېدلي دي.

هغه وايي: ((کمپ اور اخيستى او اور ډېر قوي دى څوک يې نه شي مړ کولى.))

د التمور دښته د کابل- ګردېز پر لار پرته ده چې د شينګ کمپ تر څنګ د افغان امنيتي ځواکونو مرکزونه هم په کې دي.

د يادونې ده، د اور سيمې ته يواځې پوځې اډې نږدې دي او د استوګنې کورونه ترې لرې پراته دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.