Language

“ايران د کابل ښار يو شمېر روغتونونو ملاتړ او سمبالښت ته چمتو دى”

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د ايران د عامې روغتيا وزير، د افغانستان د روغتيايي بنسټونو لپاره د ٥٠٠ بورسونو د ورکړې تر څنګ ژمنه کړې چې هېواد به يې د کابل له يو شمېر روغتونونو سره د ملاتړ او طبي توکو سمبالښت په برخو کې مرسته وکړي.

د حکومت اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد ايراني چارواکي دغه مطلب له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ناستې پر مهال څرګند کړى دى.

د خبرپاڼې په قول، ټاکل شوې چې د ايران د عامې روغتيا وزير ډاکتر سيد حسن قاضي زاده هاشمي د خپل سفر په ترڅ کې د درملو او درملنې په برخ کې د افغانستان له عامې روغتيا وزارت سره يو هوکړه ليک هم لاسليک کړي.

د ايران د عامې روغتيا وزير د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: "زموږ موخه د درملنې او د دوا صنعت د توليد په برخه کې د افغانستان پر خپلو پښو درول دي."

هاشمي دغه راز هيله څرګنده کړه، څو د روغتيا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ-راتګ ته زمينه برابره شي او له افغانستان سره د توليد په برخه کې مرسته وکړي.

بلخوا د افغانستان اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په بېلابېلو ډګرونو کې د ايران له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، چې افغانستان ته د روغتيايي توکو او طبي روزنې په برخو کې د ايران همکارۍ مهمې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ايران له عامې روغتيا وزارت سره د هېواد د عامې روغتيا وزارت همکارۍ وستايلې او ويې ويل، هيله ده چې دا ډول همکارۍ لاپسې زياتې شي.

د حکومت اجرائيه مشر له يو شمېر هېوادنو د بې کيفيته درملو قاچاق ته په اشارې سره وويل، چې په افغانستان کې د ايران درمل ګټور او نېک نوم لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.