Language

“د هېواد په شمالي سرحدونو کې امنیتي ستونزې نشته”

مزارشريف (پژواک، ۲٨ چنګاښ ۹۶): د شمال زون د سرحدي پوليسو قوماندان وايي، د دغه زون په سرحدونو کې کوم ځانګړي امنيتي ګواښونه نشته.

په مزارشريف ښار کې د شمال زون د سرحدي پوليسو قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال ميرنعيم حيدري د چنګاښ په ۲۷مه له رسنيو سره په خبرو کې وويل، له شمال لوري د افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لري.

نوموړي، چې په ياده قومانداني کې يې د سرحدي پوليسو د تعليمي مرکز د ودانۍ پرانيستې په څنډه کې له رسنيو سره خبرې کولې، زياته کړه، د شمال زون په سرحدونو کې له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه دي.

افغانستان له شمال لوري له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ۶۱۰ کيلومتره سرحد لري.

ده وويل، له يادو درېیو واړو هېوادونو سره په سرحدونو کې نېکې اړيکې لري.

نوموړي په سرحدي سيمو کې د داعش او نورو ترهګرو فعاليتونه رد نه کړل؛ خو پر دې يې هم ټينګار وکړ چې دغه فعاليتونه د اندېښنې تر کچې نه دي.

هغه د سرحدي پوليسو د تخنيکي او تجهيزاتي ستونزو په تړاو وويل، يواځې د شپې پر مهال د کارېدونکو دوربينونو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

د قوماندان حيدري په وينا، د شمال زون سرحدي پوليس په نورو برخو کې پر ښو وسلو او تخنيکي وسايلو سمبال دي.

په ياده پرانيسته کې د شمال زون د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ قوماندان بريد جنرال اندره بوديمن هم برخه اخيستې وه. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، افغان ځواکونو د تېر مهال په پرتله ډېر تکړه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، دوی ژمن دي چې له افغان ځواکونو سره د مسلکي زده کړو په برخه کې خپله همکاري لا پسې ګړندۍ کړي.

د هغه په خبره، په سرحدي قوماندانۍ کې د سرحدي پوليسو د زده کړې په موخه جوړ شوی مرکز د پوليسو د مسلکي توب پر لوري ستره لاس ته راوړنه ده.

د شمال زون د سرحدي پوليسو قوماندان د سرحدي پوليسو د تعليمي مرکز د ودانۍ په تړاو وويل، د اروپايي ټولنې له خوا د ۶۶۰زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.