Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې طالبانو دوه امنیتي پوستې نیولې

کلات (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦):  سرچينې وايي چې په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې دوو پوستو سقوط کړى او لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو دغه بريد تېره شپه  د ارغنداب ولسوالۍ د باغ په سيمه کې کړی دی.

سرچينې زياته کړه چې ګڼ شمېر وسله والو په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ځينو پوستو بريدونه کړي چې له امله يې دوو پوستو سقوط  کړى.

يادې امنيتي سرچينې وويل چې په دغو بريدونو کې پنځه پوليس او يو د ملي اردو سرتېري وژل شوي، دوه پوليس او درې د اردو سرتېري ټپيان دي.

سرچينه وايي چې په نښتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر ورته نه دی معلوم.

طالبانو ويلي چې د ارغنداب په جګړه کې يې دوه پوستې نيولې او ١٦ سرتېري يې وژلي دي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.