Language

په کندوز ښار کې سلګونه کورنۍ له خپل کلي بېځايه او د هوايي ډګر لاره يې تړلې

کندوز ښار (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٦): په کندوز ښار کابو ٤٠٠ کورنۍ د جګړو له امله له خپلي کلي راکوچېدلي، د کندوز ښار- هوايي ډګر لاره کې يې اړولي او دا لاره يې د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

دوى د کندوز ښار له شورابې قشلاق کلي څخه چې د کندوز ښار په څلور کيلومترۍ کې موقعيت لري، نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د کندوز هوايي ډګر سرک ته راغلي او هملته مېشتې شوې دي.

د دې بې ځايه شويو له ډلې محمد سليم پژواک خبري اژانس ته وويل، درې مياشتې کېږي چې د دوى په کلي کې جګړه ده، کله دولت او کله طالبان يې په کلي واکمن شي.

ده زياته کړه، د نن ورځې د نښتې له امله د کلي شاوخوا ٤٠٠ کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، راووتل او د هوايي ډګر پر سړک يې واړول.

دى وايي: "طالبان په پيکا او کلاشينکوف ډزې کوي او دولت زموږ کورونه په هاوان ولي."

د هغه په وينا، ترڅو چې دولت دوى ته مثبت ځواب نه وي ورکړي يا يې کومه بله خوندي سيمه ورته نه وي سپارلي، ياده شوې لاره به بنده وساتي.

نوموړى زياتوي، څو ځلې دولت ورسره ژمنه کړې چې هلته به يو پوځي مرکز جوړوي، خو تراوسه پورې نه يواځې دا چې دا مرکز نه دى جوړ شوى، هلته د مخالفينو په ضد تصفيوي عمليات هم نه دي شوي.

دغه راز د دې بېځايه شويو له ډلې ٦٠ کلنې بي بي ګل په ژړغوني غږ پژواک خبري اژانس ته وويل: "تېر جنګ کې مې د کورنۍ ١٣ غړي ووژل شول او اوس څوک نه لرم؛ نن مو په کلي کې نښته وشوه، زموږ په کور کې هاوان ولګېد، ما ځان ژوندى راووېست او نور کور مې وسوځېد."

هغې له دولته غوښتنه وکړه چې يا دې سيمه کې امنيت راولي او يا دا چې، سيمه دې طالبانو ته وسپاري، ترڅو دوى خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ياده شوې لار کندوز ښار له هوايي ډګر سره نښلوي، چې په اوږدو کې يې يو ښارګوټى، د پامير ٢٠ فرقه او د زون قومندانۍ موقعيت لري.

پژواک هڅه وکړه، چې د دې ستونزې په اړه د امنيتي مسوولينو او يا د ولايت د چارواکو نظر ولري، خو ونه توانېد.

login or register a new account.