Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې وسله والو طالبانو  څلور تنه له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور  وژلي

تالقان(پژواک،٢٩چنګاښ٩٦): د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې څلور تنه له داعش وسله والې ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید جهانګیر کرامت د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې، ۱۲ کسان له داعش سره د اړیکو په تور نیولي وو، چې تېره ورځ یې څلور کسان وژلي او ۸ نور لادرکه دي.

کرامت وايي:((تېره ورځ د خواجه بهاالدین ولسوالۍ امنیه قوماندان ماته ټيلېفون وکړ چې طالبانو ۱۲ کسان له داعش سره د اړیکو په تور نیولي، څلور یې وژلي او ۸ یې لاهم ورک دي. دوی هغه طالبان دي چې داعش ته اوښتي وو. دغه کسان د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې نیول شوي.))

نوموړی وايي چې تر اوسه داعش په تخار کې ښکاره فعالیت نه لري.

دی زياتوي چې د طالبانو له لوري نیول شوي او وژل شوي کسان ټول د درقد او ینګي کلا طالبان وو چې داعش ته اوښتي وو.

په ورته وخت کې بیا ځايي اوسېدونکي وايي چې په درقد او خواجه بهاوالدين ولسواليو يو شمېر وسله وال ليدل شوي چې تور بيرغونه ورسره دي.

د خواجه بهاالدین ولسوالۍ اوسېدونکي نجم الدین پژواک ته وويل چې ددغې ولسوالۍ په قرلدي او ایملجر سیمو کې تور بېرغ والا  وسله وال ليدل شوي دي.

نوموړی وايي:((په قرلدي او ایملجر سیمو کې تور بېرغ والا ډلې پیدا شوي، داسې ښکاري چې دوی د داعش تبلیغي ډلې دي چې له بل ځایه راغلې دي.))

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په نورخېلو او قول اباد سیمو کې یو شمېر پخواني طالبان داعش ته تبلیغ کوي.

تېر کال هم یو شمېر کسانو په درقد ولسوالۍ کې د داعش بېرغ اوچت کړی وو چې د سیمې اوسېدونکو په خبره، د طالبانو له لوري وځپل شول او له منځه  لاړل.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.