لښکرګاه (پژواک ٢٩ چنګاښ ۹۶): د هلمند چارواکي وايي، که څه هم د ګرشک ولسوالۍ د جګړې شدت کم شوى دى، خو بيا هم په ځينو سيمو کې ډزې روانې دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه جګړه چې تېره شپه د وسله والو طالبانو له خوا د ولسوالۍ د مرکز د نيولو په موخه په ډله ييز ډول پيل شوې ده، اوس (د ماخوستن اته بجې) هم دوام لري، خو شدت يې کم شوى دى.
ده زياته کړه، طالبان پر مخامخ جګړې سربېره، پنځه هاموې موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړي، چې څلور موخو ته له رسېدو مخکې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې له منځه تللي او يو هاموې هدف ته رسېدلى، چې دوه پوليس په کې وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د هغه په وينا، په ده ادم خان سيمه کې جګړه کنټرول شوې، خو په اب شک او سربند سيمو کې دوام لري او امنيتي مسوولين يې په کابو کولو بوخت دي.
د والي وياند وايي، اته ځايه هوايي بريدونه شوي چې مخالفينو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې، دغه راز امنيتي ځواکونه هم تلفات لري، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
بل خوا د امنيه قومندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايي، په ګرشک کې د ستونزو مخه نيول شوې او ١٨ طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
نوموړي هم د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، په ګرشک کې يې د امنيتي ځواکونو خطونه مات کړي، د موټربم او مخامخ بريدونو په ترڅ کې يې چې اوس هم دوام لري، حکومتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ګرشک د لښکرګاه ښار په ٤٠ کيلومترۍ کې شمال لور ته موقعيت لري، چې د کابل – هرات لويه لاره هم په کې تېره شوې ده.
بل خوا د ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له نن له غرمې وروسته د ګرمسېر ولسوالۍ په ژړي سيمې کې د طالبانو په يوه پټنځاى هوايي بريد کې ١٩ طالبان وژل شوي او ٣١ ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، د مخالفينو ٧ موټر هم ويجاړ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP