غزني ښار(پژواک،٢٩چنګاښ٩٦): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د غزني سرپرست امنيه قوماندان سمونوال مصطفى مايار د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ميرازار او عبدالرحيم سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دې بريدونو په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
مايار زياتوي چې په دې جګړه دوه پوليس هم وژل شوي او يو بل پوليس ټپي دى.
دغه راز د ميرازار د سيمې اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته نيولې او بيا يي اور ورته اچولى دى.
بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ په براهو او ميرازار سيمو کې طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې طالبانو يوه پوسته نيولې چې په ترڅ کې يې څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
مجاهد وايي چې د اندړو په دغه جګړه کې يواځې يو طالب ټپي شوى دى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په غزني ښار، اندړو، قره باغ او ځينو نورو سيمو کې جګړې ډېرې شوي چې له امله يې د دغو سيمو اوسېدونکي اندېښمن دي.
login or register a new account.