ګردېز (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د يوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت د چنګاښ په ٣١مه، د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژې د ارګون ولسوالۍ د خواجه سنګ په سيمه کې پلې کېږي.
هغه زياته کړه، د ياد سربند او کانال له جوړېدو سره به د سيمې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي او د خلکو کرنيز اقتصاد به ورسره ښي.
د نوموړي په وينا، پر دغه کانال او سربند ٤،٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې ده چې چارې يې په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي.
الياس وحدت وايي چې د کانال او سربند په جوړېدو سره به د خوړ اوبه هم تر ډېره مهار شي چې دا مهال ترې ګټه نه اخيستل کېږي.
د پکتيکا والي وويل، د اوبو تنظيم د دولت په لومړيتونو کې دی او دې کار ته په پکتيکا کې هم د پام وړ پاملرنه شوې ده.
د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي ګل خان پژواک اژانس ته وويل، د اوبو د نشتوالي له امله د دوى کرنيزې ځمکې شاړې شوې وې.
هغه زياته کړه، د ياد کانال او سربند په جوړېدو سره به يې کرنيزې ځمکې اوبه شي او په خپله سيمه کې به غوره کرنيز محصولات ولري.
د پکتيکا د کرنې رييس نورا لله سباون د دې سربند د کار د پرانيستلو پر مهال پژواک ته وويل، له دې پروژو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د پکتيکا په بېلابېلو سيمو کې بندونه، سربندونه او کانالونه جوړ شوي او د ځينو کارونه يې لا هم روان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP