Language

خلک : مزار شريف د پراختيا له مخې په ښه او بد ښار وېشل شوی

مزارشريف (پژواک، ٣١ چنګاښ ۹۶): د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې دغه ښار د پراختيا له مخې په ښه او بد ښار وېشل شوی دی.

خو د ښاروالۍ مسوولين دغه ادعا ردوي.

د مزارشريف ښاروالۍ د خلکو پوښتنې او د ښاروالۍ ځوابونه تر سرليک لاندې د بلخ مدني ټولنو په همغږۍ د چنګاښ په ٣١مه، غونډه جوړه کړې وه چې په کې د مزارشريف ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له مسوولينو سره خپلې پوښتنې مطرح کړې.

د مزارشريف ښار شمال لور ته د دشت شور سيمې  اوسېدونکي عبدالجبار، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه وويل، له تېرې لسيزې د مزارشريف ښار پراختيا په متوزانه بڼه پر مخ نه ځي.

نوموړي زياته کړه، مزارشريف ښار د پراختيا او ښاري خدمتونو وړاندې کېدو له اړخه په ښه او بد ښار وېشل شوی دی.

هغه وايي : ((له بدغه مرغه موږ يې د بد لوري اوسېدونکي يوو، چې انکشاف او په کې شته ښاري خدمتونه د نشت برابر او بېخي بې کفيته دي.))

جبار وويل، د مزارشريف ښار سوېلي لوري کې د شمال لوري په پرتله د خلکو استوګنه خورا کمه ده، خو بيا هم هغه لوري ته ډېره پاملرنه کېږي.

د مزارشريف ښار بل اوسېدونکي عطاالله ښاروال تر فشار لاندې وګاڼه، چې له امله يې په سمه توګه د چارو مديريت نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه، په ښاروالۍ کې د ځينو ادارو داسې مسوولين شته  چې ملاتړ يې کېږي.

هغه د ادارو او ملاتړ کوونکو نوم په ډاګه نه کړ؛ خو دا يې وويل، د ښاروال پرې تر دې وس بر نه دی، چې چارې پرې په سمه توګه تر سره کړي.

بلخوا د مزارشريف ښاروال نصيراحمد عيني د ښار د نامتوازنې پراختيا په تړاو لګېدلي تورونه رد کړل.

نوموړي زياته کړه، ښاروالۍ د خپل ښاري پراختيايي منل شوي پلان له مخې پر مخ ځي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.