ښرنه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د پکتيکا ولايت د څلورو لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه د ځانګړې پاملرنې او حقوقو د ورکړې غوښتنه وکړه.
د دې ولايت د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، نکه د پکتيکا هغه ولسوالۍ ده چې په ټوله خاوره يې وسله وال طالبان د دې نظام له راتګ او بيا تر دې مهاله حاکم دى، خو افغان دولت يې په اړه هېڅ تصميم نه لري.
هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتيايي، پوهنې، بيا رغونې او ګڼ شمېر نورو اسانتياوو څخه بې برخې دي او پر وړاندې يې له کلونو راهيسې ستونزې پر ځای پرتې دي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې دې ولسوالۍ ته دې لازمه پاملرنه وکړي او هغه تشکيل چې دغه ولسوالۍ يې لري، ورکړي، خلک هم چمتو دي چې د خپلې ولسوالۍ امنيت په خپله وساتي.
د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي استاد قيوم هم پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ په يوه کمه برخه کې يې افغان دولت فعال دی، په نورو ټولو برخو کې يې وسله وال طالبان حاکم دي.
د هغه په وينا، دا ولسوالۍ نه ولسوال لري او نه هم قوماندان، پوليس يې په نورو ولسواليو کې خدمتي دندې تر سره کوي.
نوموړي زياته کړه، يوازې په يوه دره کې يو شمېر پوليس پراته دي هغه هم يوازې وخت تېروي او ولسوالۍ يې په ټول وخت کې ليدلې هم نه ده.
د هغه په وينا، په ټوله ګيان ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی ودانۍ نه لري او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
دغه راز د زيړوک ولسوالۍ قومي مشر ظفر هم له ورته ستونزو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي چمتو دي چې د خپل نظام تر شا ودريږي، خو په دې شرط چې افغان دولت يې ملت وبولي او ورته پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، خلک په خپل سر ځنګلونه وهي، خلک وژل کيږي او عدالت تا مين نه دی.
د پکتيکا د ولايتي شورا رييس بختيارګل ځدراڼ وايي، افغان دولت په ځانګړي ډول ولايتي شورا چمتو ده چې د ولس غوښتنې تعقيب کړي او تر حکومتي چارواکو يې ورسوي.
هغه زياته کړه، ولس د نظام د ټينګښت او ملاتړ په موخه بېساري قربانۍ ورکړې دي او تل يې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کړی، دولت هم بايد دې ولس ته جدي پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP